که ښوونکو د پوهنې وزارت سره په يوه روپۍ هم هوکړه کړي وي باید دندې ترسره کړي او که يې اوسنی امتياز خوښ نه وي بیا دي دندې پريږدي.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو والي محمد علي جان احمد ویلي، چې دوی پلان لري، تر څو په پکتیا ولایت کې د زون په کچه د یتیمانو د روزنې لپاره ځانګړی ځای جوړ کړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست همداراز زیاته کړې، چې د داسې زده کوونکو سره مخ شوی چې په یولسم ټولګي یې کلمه نه وه زده او د اسلام په برخه کې په ډیر څه نه پوهیدل.
د طالبانو د پوهنې وزیر وایي، د هیواد په ټولو ولایتونو کې په معیاري ډول د ولایت په کچه یوه، یوه دیني مدرسه جوړه کړي، چې دا کار به انشاالله په نږدې ورځو کې پیل شي او په دې سره به په دیني زده کړو کې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي