پخوانيو نظاميانو ويلي: «له نړيوالو همکارانو په ځانګړې توګه متحده ايالات او د دې هيواد له کانګرس څخه زموږ غوښتنه داده چې د پخواني حکومت امنيتي او دفاعي ځواکونه دې په داسې سختو شرایطو کې يوازې نه پرېږدي او د هغوی د کډوالۍ قضيو ته د رسيدګۍ په برخه کې دې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.»
د طالبانو له زندانه ازاد شويو ځينو افرادو د نوم خوندي ساتلو په شرط په دې راپور کې ويلي چې طالبانو دوی ته برېښنايي شاټونه ورکول، د دوی لاسونه يا پښې يې د برق په تارو پسې تړلې
د طالبانو له دریو پخوانيو زندانيانو سره د خبرو پر اساس، له دوی سره تاوتريخوالی شوی، شکنجه شوي او په رواني ډول ځورول شوي دي او د دوی د يوه په وينا «اخر سړی مات شي».