کاپیسا کې ځايي سرچینې وايي، په دې ولایت کې د مقاومت جبهې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې دوه طالبان وژلي شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي
لیکلي چې طالب ځواکونو د جبهې په « شپنۍ» قرارګاه برید کړی و، چې د «مقاومت جبهې» ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي. شپنۍ قرارګاه د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د «مقاومت جبهې» ویلي، چې احمد مسعود د دغې غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې د دغو غونډو په دوام او د خبرو له پای ته رسیدو وروسته به د «مقاومت جبهې» د عالي شورا د جوړولو لپاره اقدام وشي.
يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې پنځه تنه په عنابه او آبدره ولسواليو او سل تنه نور د پنجشیر په حصه اول ولسوالۍ د دشت ریوت «دهن ریوت» سيمه کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې یوې ولسي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په قاسان دره کې د طالبانو له خوا څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.