په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې مسوولين وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د وږي) یې د «ادریس» په نوم یوه کس ته چې په قتل تورن و، د مرګ سزا اورولې ده.
د طالبانو مسوولين زیاتوي، محکمې د زنا او غلا په تور نيول شوي کسان له شپږو څخه بيا تر اووه مياشتو پورې په بند او له ۳۰ څخه بيا تر ۳۹ پورې د دورو وهلو په سزا محکوم کړي دي.
اطلاعات روز: په بلخ کې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یوه کس د طالبانو د...