خوست کې یو سرچینې وویل، چې د شخړې هواري لپاره د طالبانو محلي ځواکونو هم وسله واله مداخله کړې، خو خلکو پر دې نیوکه کړې چې د دومنده ولسوالۍ یو ځايي قومندان د یو قوم په پلوۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته استولي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پېښه
په دواب ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې، چې له امله یې د یادې ولسوالۍ د تامیناتو مسوول مبین خان وژل شوی دی.