د افغان–چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت رييس وانګ هونګ بين وويل، دغه مارکېټ کې هر سوداګر خپل قيمتي کاڼي پلورلی او يا يې اخېستلی شي خو وايي، نفرايټ به د دغه مارکېټ له لارې يوازې چين ته ځي او نورې قيمتي ډبرې نورو هيوادونو ته هم لېږدول کېدلی شي.