د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین مسوول ډاکتر نیک محمد وایي، دغه پېښه د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې ثبت شوې او یو ماشوم په ګوزڼ یا د پولیو په ویروس اخته شوی دی.
ارزګان کې د واکسين د برخې مشر بخت محمد مصطفی وايي، چې دغلته نږدې ۹ سلنه ماشومان چې عمرونه يې تر پنځه کلونو کم دي د عامه پوهاوي نشتون له امله په بشپړ ډول له پولیو واکسين څخه کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. خو یاد شمیر مثبتې پیښې په ۲۰۲۱ کې څلورو ته راښکته شوې.
د جلال اباد ښار یو اوسیدونکی د پولیو په برخه کې د شته کمپاینونو پر پلي کیدو نیوکه کوي او وایي، له کمپاینونو سره سره لاهم دغلته د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمیر زیات شوی دی.
د هرات د عامې روغتيا د کتلوی معافيت آمر ډاکټر عبد الحميد رحماني وایي، تمه ده چې د کمپاين په دې دوره کې د دې ولايت ۲۷۷ زره هغو ماشومانو ته واکسين ورکړل شي چې عمر يې تر پنځو کلونو کم وي.