د یادې ولسوالۍ د چکنور سیمې اوسیدونکی عبید الله نيوکه کوي چې مخابراتي شبکو هغه ډول خدمات نه دي وړاندې کړي څنګه چې د خلکو غوښتنه ده.
هغه وایې، اوس چې د انټرنېټ نړۍ ده او ډېر کارونه او اړيکې په انټرنېټ پورې تړلي خو ننګرهار کې د مخابراتي شبکو ناسم فعالیت دا چاره تر ډیره ټکنۍ کړې ده.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ذبیح الله ذکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د تت فعالیت ستونزه مني.