ولسي خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خیریه بنسټونو له لوري د بشري مرستو د ویش په برخه کې دې د فساد مخنیوي لپاره له اړمنو کورنیو سره کېدونکې مرستې د یوه منظم میکانیزم له مخې ووېشل شي.
د ننګرهار د خېوې ولسوالۍ اوسیدونکی شاه ولي وایي، که مرستې پر مستحیقو کورنیو ونه ویشل شي، نه یوازې به د طالبانو پر حکومت د خلکو بارو راکم شي بلکې د ولس او حکومت ترمنځ به واټن لا زیات شي.
د کونړ اوسیدونکي وایي، طالبانو د نورو ولایتونو په څیر په دغه ولایت کې هم بشري مرستې په خپلو پلویانو او یا هغه چا ویشي چې له طالبانو سره یې په تیرو وختونو کې همکاري کړي وي.