دوه کاله کېږي، چې معاش نه دی راکړل شوی، د قرارداد له مخې د ورځې څلور ساعته به مو تدریس کاوه؛ خو دوه کاله کېږي چې معاش نه دی راکړل شوی او اوس له زیاتو ستونزو سره مخ یم غوښتنه کوو، چې مونږ قراردادي ښوونکو ته دې معاشونه راکړل شي
د دغه اعتراض یو تن برخوال ډاکټر چې ځان یې نور ولي معرفي کوي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې یې ۲۰ سلنه امتیازي پیسې ځنډول شوي او اوس ورباندې د نوي حکومت مسوولینو په معاشونو هم سترګې پټې کړې دي.