د سرچينې په وينا، چې نيول شوي کسان د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ رياست په زندان، د ۹۰ رياست په زندان او پلچرخي په زندان کې ساتل کېږي.
دغه اووه کسان د شنبې په ورځ (۲۴ د لړم) د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له درېيو کليو څخه نيول شوي دي. تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان چیرته وړل شوي او له څه ډول برخلیک سره مخ دي.
ويل کېږي، چې طالبانو په سیوک – شيبر کې خپل وروستی بريد هم له صداقت سره په ملتيا کړی دی. د سرچينو په وينا، په دې بريد کې د څلورو ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.