د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، چې پېښه تیر ماښام (سې شنبه، ۱ د وري) د نورګرام ولسوالۍ د کلتن درې اړوند «سوریل» سیمې کې د ډاټسن موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.
د خوست ولایت روغتیایي مسوولین وایي، یاده پیښه تېره ورځ (سېشنبه، ۲۱ د چنګاښ) د خوست ملکي روغتون ته څیرمه د یو ویډز موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې چې ده ځوانان پکې مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته د یو فیلډر موټر د اوښتو له امله یوه میرمن مړه شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
پکتیا کې د یوه ټیلر موټر د چپه کیدو له امله ډریور ساه ورکړې. د ډبرو سکرو بار موټر هغه مهال د پکتیا تېرې کوتل سیمه کې اوښتی چې په ډریور خوب راغلي او موټر یې چپه کړی دی.
د لغمان کشلام سیمه کې د یو صرف ډوله موټر د چپه کیدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي او یو بل خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.