دې بنسټ په يوه اعلاميه کې چې پرون خپره شوې، له طالبانو غوښتي چې د خپلې تبعيضي برنامې د مخته وړلو لپاره دې له خپلو «بدبينو بانو» لاس واخلي.
عباس ستانکزی
په کلیو کې د ښځو شرعي حقوته چا ندي ورکړي، تر اوسه پیغله یا کونډه خپل اختیار نه لري چې میړه وکړي، افغانستان کې تعلیم شته خو میرمنو ته چا دغه حق نه دی ورکړی.
راتوات زیاته کړه، چې نن ورځ افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی، د ښځو د زده کړې، کار او د حرکت د ازادۍ حقونه باید خوندي شي.
د سویل ختیځ زون د لوګر اوسېدونکې او د یوه ښوونځي ښوونکې چې ځان په مستعار نوم نازدانه معرفي کوي هم د نجونو ښوونځیو پر وړاندې د طالبانو پرېکړې ته اندېښمنه ده، هغه وايي، یونیسف دې په طالبانو فشار راوړي، تر څو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیرته د زده کړو حق ورکړي.