همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی دی چې دا هيواد د طالبانو د وروستيو فرمانونو د بيرته اخيستلو لپاره هر هغه څه کوي چې کولای يې شي.
اطلاعات روز: د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې يو شمېر معترضو ښځو د نجونو په وړاندي د...
ويسټ ليکلي: «دا د نړۍ لپاره مهمه شېبه ده؛ موږ بايد سره يو شو او له دې سياستونو سره په ټينګه مخالفت وکړو. موږ بايد د افغان ښځو په څنګ کې ودرېږو.»
دارزګان خلک د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه پريکړه غندي او زياتوي چې دوی هيله درلوده چې د نجونو پرمخ به له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم خلاص شي خو اوس په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز سخت خواشيني کړي دي.
د اسلامي همکاريو د سازمان اجرايوي کميټې ټينګار کړی، چې طالبان دې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې له خپلو حقونو استفاده وکړي او د افغانستان په ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.
ده په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له لوري له خپل دې انساني حق څخه په سيسټماټيکه توګه محرومې شوې دي.
پوتزل تر دې وړاندې له نورو طالب چارواکو سره هم د ليدنې پر مهال ټينګار کړی و چې د ښځو پر خلاف لګېدلي بنديزونه دې لغو شي.
د کونړ اوسیدونکې نوریه چې اوسمهال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله ده، هم د طالبانو له لوري پر ښځينه زده کوونکو تازه بندیزونو اندیښمن کړې.
حسين ابراهيم طه ويلي، چې ده او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي طالبانو ته په پر له پسې توګه د داسې تصميمو د نيولو په اړه خبرداری ورکړی.
د يو شمېر نجونو د کورنۍ غړي د طالبانو پرېکړه ظالمانه ګڼي او وايي چې د ښځو پر خلاف د دې ډلې سخت دريځي اقدامات د اسلام له دين څخه د «بدبينۍ» او «تنفر» لامل کېږي.