د هلمند ولايت څخه راغلی سيدګل زياته کړه، چې د خراب اقتصادي وضعيت له امله يې هيڅ ډول حفظ الصحه نه ده برابره او له موسېساتو په شته برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.
د دای چوپان په ولسوالۍ کې د «ماري» او «دېوالک» سیمې له ښار څخه ډېرې لېري پرتې دي چې د روغتيایي کارکوونکو تر رسېدو مخکې هلته دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
که څه هم د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو روغتیايي مسوولین په ځینو سیمو کې د طبي کېټونو د ویش خبره کوي، خو د مرکز ګردېز ځینې اوسېدونکي بیا نیوکه کوي، چې دوی ته ورکړل شوي روغتیايي درمل او صابون له وخت تېر شوي دي.