څه باندې دوه اوونۍ کیږي چې د نورستان ځنګلونو کې اور لګیدلی او د سیمې اوسیدونکي وایي، د دې اور مړه کول یې د وسې بهر دي، د خلکو د مالوماتو له مخې تراوسه په دې اور کې ۲۰۰ جریبه ځنګل سوځیدلی دی.
د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حقبیان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په تیرو دوو اوونیو کې دا دریم ځل دی، چې د نورستان د بیلابیلو سیمو په ځنګلونو کې اور لګېدنه را منځته کیږي.