د بشري حقونو او پراختیا اسيايي فورم ويلي، چې په افغانستان کې شيعه هزارهګان د يوه مذهبي اقليت په توګه په تاريخي توګه د افغانستان د دولت، «د طالبانو او داعش په څېر تروريستي ډلو له لوري ازار او ځورول شوي او اوس مهال د ورو نسل وژنې له جدي خطر سره مخ دي».
د مدني ټولنو بنسټونه له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې « دا جرم د هزاره ګانو د نسل وژنې په توګه وپیژني او تر شا یې چې کومې ترهګرې ډلې لاس لري تر جدي څار لاندې ونیسي.»