ښاغلی سلاجقه وايي، چې طالبانو په دې غونډه کې د اوبو د کمښت موضوع مطرح کړه او ويې ويل، چې که له اقليم سره سم کافي ورښت وشي، د ايران حقابه ورکول کېږي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، چې ښاغلي متقي په دې ليدنه کې د دواړو اړخونو پر «ښو اړيکو» ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې چې په ايران کې دې د افغان د وګړو د اعدام حکم وځنډول شي.
ايرنا ليکلي، چې په کمال خان کې هم اوبه شته او د دې بند په زېرمه کې د اوبو شتون ښيي چې له کجکي بند څخه پرېښودل شوې اوبه کمال خان ته رسېدلې دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو د پېل په مراسمو کې وويل چې دا بند د فراه ولايت لپاره يوه مهمه پروژه ده.
احمدي بيغش زياته کړې چې افغانستان بايد حد اقل «د افغانانو د کلني مصرف په کچه د هلمند سيند اوبه را پرېږدي.» ايراني چارواکي وايي، چې له هلمند سيند څخه د دې هيواد حقابې تعقيب يې لومړيتوب دی.
د برادر په وينا، د وروستيو کلونو وچکالۍ د سيمې د اوبو پر سرچينو په ځانګړې توګه پر افغانستان بدې اغېزې کړي او د سطحې او تر ځمکې لاندې اوبو کچه ورسره په پام وړ توګه کمه شوې.
خليلزاد زياته کړې چې کله دواړه اړخونه د هلمند تړون ته ژمن وي، نو بايد د اختلافي وضعيت په تړاو په خپله په تړون کې له وړانديز شويو حللارو استفاده وکړي.
قاليباف زياته کړې چې د دې هوکړې بشپړ او دقيق تطبيق د دواړو ملتونو په ګټه او د متقابلو اړخونو د ګټو تضمين کوي، همدا راز «د افغانستان د لوېديځ او ايران د ختيځ د اقليمي، جغرافيايي او ولسي وضعيت» ساتنه کوي.
قمي د طالبانو په اړه د ايران شوني اقداماتو ته کومه څرګنده اشاره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې «نن په افغانستان کې يوازې له طالبانو سره مخامخ نه يو، په دې هيواد کې مسئله پېچلې ده».
ايرنا د امير عبداللهيان په وينا ليکلي: «د مطلوبې پايلې تر لاسته راوړلو پورې هڅو ته دوام ورکوو او د تر لاسه کولو لپاره يې ټول انتخابونه پر ځای دي.»