د لاریون ګډونوال ولي خان د دا ډول بریدونو پر وړاندې د ورته عمل غوښتنه کوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې پر پاکستان فشار ډېر کړي څو له افغان ځورونې لاس واخلي.
کندهار لاریون کوونکي وایي، موږ نور نه غواړو چې د چا تر لاس لاندې ژوند وکړو او د چا غلامي وکړو، د تېرې ورځې بريد موږ په سختو ټکو غندو او بايد د افغانانو پر خاوره نور بمبارۍ و نه شي