د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، تر دې مه یې له امنیتي کسانو پرته شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته د کرونا واکسین ورکړی، چې دا ټول په مرکز ګردېز کې واکسین شوي دي. د پکتیا د روغتیا ریس ډاکټر ولایت خان احمدزي اطلاعات روز ته وویل، فعاله پنځه سایټونه هم ټول په مرکز کې دي، چې د مراجعینو د زیاتوالي له امله ورته رسیده ګي نشي کېدلی.