یوې ځایي سرچینې وویل، چې دا مشهوره برجوره کلا د خوست د مرکز او مندوزيو ولسوالۍ ترمنځ د خوست-ګردېز د لويې لارې پر غاړه د صنعتي پارک لپاره په ځانګړې شوې دولتي ځمکه رغول شوې وه، چې تېره شپه (جمعه، ۱۰ د لیندۍ) د طالبانو له لوري نړول شوې ده.
په اسنادو کې ویل شوي، چې افکو ته ورکړل شوې ځمکه هیڅ مالي بقایه نه لري. عبدالحمید هلمندی وايي، هغه دوه کسان، چې وړیا ځمکه ورکړل شوې، د کندهار د پخواني والي زلمي ویسا ماشومان دي. دا وروسته له هغه ترسره شو، کله چې هغه په کندهار ولایت کې د محمود کرزي په وړاندې شکایت ثبت کړ.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دا خبرې نن سهار (پنج شنبه، ۷ د کب) ارګ کې د دولت قضایاوو ملي کنفرانس کې کړي دي.
یو اعتراض کوونکی محمد غوث وایي، یاده ځمکه کلونه مخکې د دوی د پلرونو او نیکونو له لوري پېرل شوې او اوس یو شمېر کسان په طالبانو کې له خپل نفوذ او اړیکو په کار اخیستو دا ځمکې خپلې بولي او دوی ته یې د ور پرېښودو خبر ورکړی دی.
په دې ولایت کې د ځايي زورواکو له لوري زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، خو په تېرو اتلسو کلونو کې د خوست ولایت ځايي اداره په دې نه ده توانېدلې چې غصب شوې ځمکه له غاصبینو را وګرځوي.