معترضينو وويل، چې «شريعت د ښځو د حذف لپاره يوه بهانه» ده. معترضو ښځو شعار ورکړ چې د ښځو ضعف د ټولنې ضعف دی او د ښځې پياوړتيا د ټولنې پياوړتيا ده.
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د مارچ په اتمه ویلي، چې د افراطي حکمونو پر وړاندې د افغان ښځو او نجونو زړورتیا ته درناوی کوي، چې د خپلو حقونو د دفاع په برخه کې یې کوي.
نوموړې وایې، ګڼ شمیر میرمنو د امنیتي تهدیدونو له امله دندې پرې ايښي او ځینې په پرېښودو کې زړه نا زړه دي.
معترضو ښځو په غور کې د «زده کړو بندول جنايت دی، پر جنايت چوپتيا ذلت دی»، «زده کړه، کار او ټولنيز عدالت زموږ حق دی»، «تبعيض نه» او «زنده باد برابري» شعارونه ورکول.
يوناما زياته کړې، چې د طالبانو بنديزونه له بنسټيزو ازاديو او د بشري حقونو له هغو تعهدانو سره په ټکر کې دي چې د بشري حقونو په اړوندو اسنادو کې راغلي دي.
ښځینه رسامه شازیه چې پنجاب څخه دې نندارتون ته راغلې وایي، ښایې ډیرو ته دا تکراري وي، خو بیا هم د خلکو د ذهنیت جوړولو تر ټولو اغیزمنه لاره ده.
هغه ميرمنې چې اطلاعات روز سره يې خبرې کړيواک ته د طالبانو راتګ وروسته يې پر خپلو حقوقو انديښنه ښودلې ده او په خبرو کې ويلي چې د کار او زده کړې په برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دي.
دوی غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو بنسټونه او د ملګرو ملتونو سازمان دې په افغانستان کې پر ښځو کېدونکي تاوتريخوالي ته پام وکړي.
معترضو ښځو ويلي، چې پر طالبانو نور بنديزونه او د ملګرو ملتونو جدي اقدامات يوازينۍ لاره ده چې کولای شي دا ډله د افغانستان د ښځو د غوښتنو منلو ته چمتو کړي.
«د افغانستان د ښځو د سياسي ګډون شبکه» وايي چې په هيواد کې نننی وضعيت به نه يوازې د دې خاورې بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم «خطرناکې» پايلې ولري.