نوموړې وایې، ګڼ شمیر میرمنو د امنیتي تهدیدونو له امله دندې پرې ايښي او ځینې په پرېښودو کې زړه نا زړه دي.
ښاغلي مجاهد په دې ټوېټ کې د ښځو نړیواله ورځ افغان مېرمنو ته د هغوی د «مشروع» حقونو غوښتنې یو ښه فرصت یاد کړی دی.
معترضينو وويل، چې «شريعت د ښځو د حذف لپاره يوه بهانه» ده. معترضو ښځو شعار ورکړ چې د ښځو ضعف د ټولنې ضعف دی او د ښځې پياوړتيا د ټولنې پياوړتيا ده.
معترضو ښځو ويلي، چې پر طالبانو نور بنديزونه او د ملګرو ملتونو جدي اقدامات يوازينۍ لاره ده چې کولای شي دا ډله د افغانستان د ښځو د غوښتنو منلو ته چمتو کړي.
معترضو ښځو په غور کې د «زده کړو بندول جنايت دی، پر جنايت چوپتيا ذلت دی»، «زده کړه، کار او ټولنيز عدالت زموږ حق دی»، «تبعيض نه» او «زنده باد برابري» شعارونه ورکول.
هغه ميرمنې چې اطلاعات روز سره يې خبرې کړيواک ته د طالبانو راتګ وروسته يې پر خپلو حقوقو انديښنه ښودلې ده او په خبرو کې ويلي چې د کار او زده کړې په برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دي.
«د افغانستان د ښځو د سياسي ګډون شبکه» وايي چې په هيواد کې نننی وضعيت به نه يوازې د دې خاورې بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم «خطرناکې» پايلې ولري.
يوناما زياته کړې، چې د طالبانو بنديزونه له بنسټيزو ازاديو او د بشري حقونو له هغو تعهدانو سره په ټکر کې دي چې د بشري حقونو په اړوندو اسنادو کې راغلي دي.
دوی غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو بنسټونه او د ملګرو ملتونو سازمان دې په افغانستان کې پر ښځو کېدونکي تاوتريخوالي ته پام وکړي.
ښځینه رسامه شازیه چې پنجاب څخه دې نندارتون ته راغلې وایي، ښایې ډیرو ته دا تکراري وي، خو بیا هم د خلکو د ذهنیت جوړولو تر ټولو اغیزمنه لاره ده.