د بشر حقونو د څار په وينا، طالبانو ټولې ښځينه زده کوونکې د هلکانو له ښوونځيو شړلې دي او ډېری هلکان يې اړ کړي چې له وړتیا نه لرونکو استادانو زده کړې وکړي او حتا له ښوونکو پرته په ټولګيو کې کيني.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې افغانستان اوس مهال هر کال يو ميليارد ډالر پر ښځو د محدوديتونو له کبله له لاسه ورکوي.
په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان د دوحې هوکړهليک له مخې واک ته رسیدلي په دې مهال کې يې د خپلو ژمنو بر خلاف د ښځو پر خلاف زياتې سپارښتنې او محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي.