عالیه وایي، افغانستان ته په راګرځیدو د ده له مخې تیاره وه، نه هغه وطن و، نه هغه خلک وو او نه هغه څه وو، چې مخکې یې لیدلي وو؛ هرڅه بدل شوي وو.
د طالبانو ویاند ویلي، لازمه خو دا وه چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د تور ليست او بنديزونو پر ختمېدلو، د افغانستان د پيسو پر ازادېدلو او په نهايت کې د طالبانو د رژيم پر رسميت پيژندلو او د دې ډلې استازي ته د افغانستان د څوکۍ پر سپارلو بحث شوی وای.
کارپوهان وايي، چې طالبان پر ښځو په بنديزونو لګولو او له اقتصادي فعاليت څخه د هغوی په راګرځولو غواړي چې په هر اړخ کې ټولنيز جوړښت بدل کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د طالبانو حکومت په افغانستان کې ښځې کار کولو ته پريږدي دوی کولای شي چې د خپلې کورنۍ ساتنه او پالنه په ښه ډول وکړي.
د ملګرو ملتونو ښځينه څانګې زياته کړې چې د دې څانګې ۷۰ سلنه کارکوونکې ښځې دي او همدا راز د ملګرو ملتونو د ټولو دفترونو پنځه سلنه ښځې جوړوي.
اميري ليکلي: «په غير دولتي [بنسټونو] او ملګرو ملتونو کې د افغان ښځينه کارمندانو پر [کار] د طالبانو له لوري بنديز د حياتي بشرپالو مرستو د وړاندې کولو په بهير کې جدي ګواښ دی.»
په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان د دوحې هوکړهليک له مخې واک ته رسیدلي په دې مهال کې يې د خپلو ژمنو بر خلاف د ښځو پر خلاف زياتې سپارښتنې او محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي.
دغه مکتوب چې تېره ورځ استول شوی، د ښځو د کار بندیز په اړه پکې یاد مرستندویه بنسټونه د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخوندزاده له حکم څخه په ښکاره سرغړونه تورن شوي دي.
د رويټرز په وينا، د قطر لومړي وزير د طالبانو له مشر سره په افغانستان کې د بشري کړکېچ د ختمولو لپاره پر هڅو او له تروريزم سره د مبارزې په تړاو «د طالبانو د عملي هلو-ځلو پر دوام» خبرې کړې دي.
يوناما ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان لپاره د ښځو پر کار بنديز، اړمنو ته خلکو ته د لاسرسي په شمول د دې سازمان کارونه تضعيفوي.