وېسټ ليکلي: «د طالبانو هغه فرمان چې ښځې د بشري مرستو رسولو په چارو کې له کاره منع کوي، ډېر زيات غير مسوولانه دی.»
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې زیاته کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان له ۹۷ سلنه ډېر وګړي د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ دي، دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د خپلې وروستۍ پرېکړې پر سختو بشري پایلو غور وکړي.
د يوناما په وينا، الاکبروف د دې ليدنې پر مهال په غیر دولتي داخلي او نړيوالو موسېسو کې د ښځو پر بشري فعاليت د بندیز لغوه کیدو غوښتونکی شوی دی.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې د طالبانو بنديزونه د دې ډلې له هغو ژمنو سره چې د افغانستان د خلکو په تړاو يې کړي د نړيوالې ټولنې له هيلو سره په تضاد کې دي.
اوچا په يوه اعلاميه کې ويلي چې د طالبانو دا ډول فرمان د ښځو تر ټولو اساسي حق نقض کوي او همدا راز د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
له دې سره – سره، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې کېدلای شي د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو لپاره ويجاړونکې وي.
بورل په یوه بیان کې ویلي، چې اروپايي ټولنه دا ډول پرېکړې، چې د ښځو د کار او تحصیل په حق کې پخواني محدودیتونه زیاتوي، د لومړنیو انساني حقونو ښکاره نقض ګڼي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرايوي مديرې زياته کړې چې د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې هره مياشت ۲۴ زره ښځې زېږون کوي او د خوندي زېږون لپاره روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجرايوي مديرې زیاته کړې، چې طالبانو د مرستندويه سازمانونو په هڅو کې د ښځو پر ګډون بندیز سره هغه مرستې ځنډولي چې د افغانستان نيم نفوس ورباندې تکیه کوله.