د یو خصوصي معاینه خونې ډاکټر میرویس بیا د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدل د خلکو بېغوري په ګوته کوي او وايي، په اطرافي سیمو کې د ولادت پر وخت ښځو ته خپلسري درمل هم ورکول کیږي.
د پکتیکا په ولایتي روغتون کې اوس مهال لسګونه ښځې په ټپي حالت کې بستر شوي خو هلته د ښځینه روغتیاپالانو د کموالي له امله د ټپي شویو میرمنو درملنه د ستونزو سره مخ کړې ده.