انجنیر سیدالله خالد چې په مالدارۍ برخه کې یې زده کړې کړې، اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د کبانو روزونکي لاهم په دې ندي پوهېدلي، چې څنګه یې پالنه وکړي او په کوم ډول یې له ناروغیو وساتي. د دې ولایت د کرنې ریاست د وترنرۍ او مالدارۍ امر روښان اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې د کبانو د روزونکو ځینې ستونزې پر ځای بولي، خو وايي، تر پخوا اوس لازیات امکانات ورته برابر شوي.
د دې ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر ګل رحمان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تېر کال دغه ولایت کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې یو د کبانو روزنځی او شل د کبانو تجارتي فارمونه جوړ شوي دي.
هغه وايي، د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د کبانو روزنځای کې ۲،۳ میلیونه د کبانو درې ډول بچي روزل کېږي، چې تولید زیات دی خو د فارمونو شمېر کم دی.