د رسمي شمېرو له مخې، د بېلګې په ډول د کابل ښار دیارلسمې ناحیه کې یو زر او ۳۰۰ ښوونکي کم دي. د دې ناحیې اوسېدونکيد ښوونکو له کمښت او د لسګونه زره زده کوونکو له بې برخلیکۍ شکایت لري. په دې ناحیه کې دمګړۍ یو زر او ۴۸۳ ښوونکي په ښوونې او روزنې بوخت دي. دا شمېرې ښیي چې نږدې دې ناحیه کې نږدې ۵۰ سلنه ښوونکي نه دي ګمارل شوي.
د خوست ولایت د پوهنې رییس نصیر احمد روښان وايي، که یې د ښوونکو ستونزه هواره شي، له هدف پورته به نوي زده کوونکي جذب کړي. نصیر احمد روښان د خوست د پوهنې رییس داسې وايي: «مونږ اوس مهال په ټول خوست کې ۴۵۰۰ رسمي ښوونکي لرو، چې دا بسنه نه کوي او نوره ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لرو، که دغه ستونزه هواره شي، نو زمونږ د پوهنې بهیر به لا ګړندی او د نویو شامېلېدونکو ماشومانو د جذب کچه به هم ورسره لوړه شي.»