په تېرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا د اخته شکمنو شاوخوا ۳۶۱۴ ناروغانو له ازمایښت وروسته، ۱۰۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او په دې موده کې ۳۳ کرونایي ناروغانو خپل ژوند بایللی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲ نور بیا رغېدلي دي. دا شمېرې د واقعي شمېرو ښودونکې نه دي؛ ځکه د عامې روغتیا وزارت په وینا، ډېر کم چې وګوري د کرونا نښې لري، روغتونونو ته ځي.
دغه کنفرانس چې نن (چهارشنبه، ۲۲ د غویي) د حکومت رسنیو مرکز کې ترسره شو په کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر ډاکټر وحید مجروح وویل چې د کرونا پر ویروس د اخته کېدو مخنیوي یوازینۍ لاره د ټولنیز واټن ساتنه، د ماسک اغوستل او د حفظ الصحې مراعتول دي.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره جوړ شوي، روغتون ته هره ورځ له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک مراجعه کوي، چې شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. له عامې روغتیا وزارت څخه اطلاعات روز ته په تر لاسه شویو مالوماتو کې کې روانه هفته د سویل ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې ۴۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۸ کسان مړه شوي دي.