د زابل کرېکټ بورډ رییس وايي، په دغه لوبغالي کې دوه پوړه معیاري ودانۍ، د نندارچیانو لپاره د ناستې ساحه، احاطوي دېوال، روزنیزه اکاډمي، مسجد او نورې اسانتیاوې موجودې دې، په دغه کرېکټ اکاډمي کې به هره ورځ سلګونه کرېکټران په معياري او عصري ډول تمرينات ترسره کوي.