اسد ۸, ۱۴۰۱ - ۳۰ جولای ۲۰۲۲کندهار کې د وچکالۍ له امله د انګورو حاصلات کم شويپه کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شتون لري لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور. د ياد ولايت انګور تر ډېره ګاونډ پاکستان هېواد ته صادرېږي او هلته په ډېره ټيټه بيه پلورل کېږي.