سوداګر د طالبانو له حکومت غواړي چې دوی ته داسې زمينه برابره کړي ترڅو د کندهار او نورو ولايتونو مميز تر نړيوالو بازارونو ورسوي او هلته یې په ښه بیه وپلوري.
کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بنا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېر کال له دغه ولايت څخه څه د پاسه ۲۹ زره ۶ سوه ۲۴ ټنه مميز(کشمش) بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.