د شیرالله په نامه د یوه ځايي اوسیدونکي د کور چت پریوتی، چې له امله یې د هغه درې لورګانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ نور غړي ټپیان شوي دي.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزی هم پېښه تاییدوي او وايي، چې په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم، یوه ښځه او درې نجونې شاملې دي.
، د بارانونو له امله د عضمت الله په نامه د یو ځایي اوسیدونکي د کوټې چت راغورځیدلی چې له کبله یې یو میرمن او څلور ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسه نور ټپیان شوي دي.
د سمیع الله په نامه د یوه ځایي اوسیدونکي د کوټې چت پریوتي، چې له امله یې د نوموړې میرمن او دوه زامن مړه شوي او بله لور یې ژوبله شوې ده.
کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، پرون شنبه (۲۹ د زمري) د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د اورښتنو له امله د ملک میرویس د کور چت پرېوتی، چې له امله یې یو ماشوم او یوه میرمن مړه شوي او درې تنه نور ژوبل دي.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ په پېښې، صندوق او لنډۍ کلي کې د سخت ورښت له امله د درېيو کورونو خونې پرېوتي، چې له امله يې د يوې کورنۍ يو تن مړ شوی او پنځه نور ژوبل شوي دي.