د طالبانو د امنيه قومندانۍ دغه وياند زیاتوي، چې د تارياکو د کښت اړولو لړۍ يې وروسته له هغه پیل کړې چې د دوی مشر ملا هبت الله د تارياکو پر کښت او کاروبار باندې د یوه فرمان له مخې بندیز ولګوه.
له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په وينا، که څه هم د غنمو کښت تر يوه حده د غذايي ناامنۍ کچه کمولای شي، خو دا محصول د تارياکو په پرتله کم عايد لري. دې دفتر ويلي چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال په څلورو ولايتونو کې بزګرانو د غنمو په کرلو سره خپل يو ميليارد ډالر احتمالي عايد له لاسه ورکړی دی.