بينټ په هغه اعلاميه کې چې د بشري حقونو پر ويبپاڼه خپره شوې، ويلي چې دی د افغانستان د هغو ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی چې له نظاممند او سيسټماټيک تبعيض سره مخ دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بېنټ ته ویلي: «د دې پر ځای چې پر یو بل نیوکې وکړو، باید په ګډه کار وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پرمختګ چې شوی دی، خپور یې کړو.»