په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکلو په تړاو خبرې وکړې او ويې ويل چې دا استازی بايد پياوړی، د باور وړ او لازمه تجربه ولري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ايا متحده ايالات له چين څخه غواړي چې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه د ښځو او نجونو د حقونو د ښهوالي لپاره استفاده وکړي، وويل: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ښه شي او له طالبانو سره له هر ښکېل هيواده غواړو چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي.»
ښاغلي یعقوب پر افغانستان د پاکستان وروستيو بریدونو ته چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لسګونه کسان ووژل شول په اشارې وویل چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو څخه هم ستونزې او تکلیفونه ګالي.
کربي زياته کړې چې امريکا بيا – بيا ټينګار کړی چې که طالبان «غواړي د مشروع واکمنو په توګه وپېژندل شي، بايد پر ټولو ژمنو عمل وکړي». د ده په وينا، طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
تاريخ ته په کتلو د افغانستان پر سر د نړيوالو او سيمهييزو قدرتونو مذاکراتو، ښکېلتياوو او مداخلو مثبته پايله نه ده ورکړې بلکې په افغانستان کې دننه يې کشاله نوره هم اوږده کړې او پيچلې کړې ده.