فولکورم خبري اژانس ویلي، اندونیزیا د دطالبانو سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې برخه کې محتاطه ده او دغه کار لپاره ځینې لاملونه لري. ددغه چارواکو په خبره له طالبانو سره تعامل د دې لامل کېږي، چې اندونیزیا کې «اسلامي بنسټپالنه» وده ونه کړي.
معترضو ښځو ټينګار کړی چې بايد د افغان ښځو د مدني غوښتنو او اعتراضونو واقعي او معنادار ملاتړ وشي او بايد په داخلي او نړيوالو مذاکراتو کې يې حقونه تأمين او غوښتنې يې مطرح شي.
د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو پرلپسې اقدامات د دې ښودنه کوي چې دا ډله د نړيوالو له مثبت تعامل څخه سوء استفاده کوي، دوی انګېري چې هيڅوک د دوی د مخنيوي وس نه لري.
حقاني همدا راز په خپلو خبرو کې د بشپړ امنیت ډاډ هم ورکړی او ویلي یې دي، چې اوس مهال خلک له کومې وېرې پرته له شمال څخه جنوب او له جنوب د هیواد هر ځای ته تګ-راتګ کولی شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد ويلي، چې له طالبانو سره تعامل به مرسته وکړي چې هغوی د خپلو اعمالو ځواب ووايي.
مک کال ويلي: «[زموږ] پيغام طالبانو ته دادی چې که غواړي په رسميت وپېژندل شي، نو له ښځو سره بايد د يوه قشر په توګه چلند وکړي نه د خپل ملکيت او شتمنۍ په توګه.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ودانت پاټيل وويل: «له ما به مو وړاندې اورېدلي وي چې [زموږ چلند] له ښځو او نجونو سره د طالبانو له چلند سره تړلی دی.»
لينډا توماس ګرينفيلډ ويلي: «موږ پر طالبانو فشار ته دوام ورکوو. موږ طالبان په رسميت نه پېژنو. مکتب ته د نجونو د نه تګ له وجې موږ د طالبانو هيڅ ملاتړ نه دی کړی.»