په همدې حال کې بیا د ځینو غږیزو رسنیو کارکوونکي هم د مالي ستونزو ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د یادو ستونزو له امله دوی ته په وخت تنخوا هم نه ورکول کیږي.
خو د رسنيو څخه يې غوښتنه وکړه چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې دې خپل نشرات په بې طرفه توګه وکړي او د هېواد په ګټه دې خبرونه نشر کړي.
په خوست ولايت کې ځايي خبريال بخت جان بختیار اطلاعات روز ته وويل، چې په دې ولايت کې ډیری هغه خبريالان چې له محلي راډيو ګانو او ټلويزيونونو سره کار کوي، تنخوا نه لري او په خبره يې چې دې چارې ډیری خبريالان له خپل کار لاس په سر کېدو ته اړ ايستلي دي.
رحماني د رسنیو د فعالیت د دریدو لامل هم اقتصادي ستونزې یادوي او وایي، له دې وړاندې رسنیو د سوداګريزو اعلانونو په مټ خپلو کارمندانو او خبريالانو ته معاشونه ورکول.
سندرو مطلق بندیز دی او په دوه ساعتونو کي باید سندري بندې کړي، که نه د سخت چلند سره به مخ شي او هغه راډیو چي جواز نلري او یا یې د جواز وخت ختم وي باید بندې شي.
سایره سلیم یوه بله ښځینه ژورنالیسته ده چې کلونه یې د ننګرهار په یوې محلي رسنۍ کې کار کړی، خو د طالبانو له راتګ وروسته په کور شوې او نه شي کولی دندې ته لاړه شي.
د ده په خبره، اوسنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې راډیو خپل نشرات ودروي.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د مجاهد له خولې پر ټوېټر لیکلي: «موږ د رسنیو مخکینی قانون مطالعه کړی چې کوم نقض یې نه لاره.»
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (دوشنبه، ۸ د وري) یو شمیر رسنیو مسوولین د طالبانو د استخباراتو ریاست سره وروستۍ ناسته کړې وه، چې په پایله کې یې بندي خبریالان ازاد کړل