د خوست، کندهار او نورستان خلک په روغتونونو کې د کافي امکاناتو او درملو نشتون یوه جدي ننګونه بولي او وایي، د خلکو د نفوسو زیاتوالي سره په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو زیاتوالي ته هیڅ پام نه دی شوی.
د سره صليب د نړيوالې کميټې له ارقامو سره سم، په افغانستان کې ميليونونه کسان روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. لامل يې دادی چې په افغانستان کې په زرګونه روغتيايي مرکزونه ځنډول شوي دي.
ورته مهال هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ۱۴ لکه افغانيو په ارزښت یو روغتون ګټې اخیستنې وسپارل شو.
ارزګان کې یو تن ډاکټر وایي، چې په هېواد کې د ورستيو جګړو له امله د زيات شمير روغتونونو ودانۍ ويجاړې شوې او روغتيا وزارت اړ شوی چې د خلکو کورونه د دغه ډول خدماتو ترسره کيدو په هدف کرايه ونيسي.