ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، په دې روغتون کې به د مور ماشوم د ژغورنې خدمتونو ترڅنګ د ماشومانو د تغذيي، واکسين او OPD خدمات وړاندې کېږي.
په مرکز ښرنې ملکي روغتون کې يو تن روغتياپال چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته په خبرو کې د موسمي ناروغيو د کچې زياتېدو برخه کې خلک ملامت وګڼل او ویې ويل، روغتيايي سپارښتنو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په يادو ناروغيو د اخته کسانو شمېر زيات شي.
د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی احمد خان د طالبانو پر روغتیايي چارواکو نیوکه کوي او وایي، په څو ځلي یې ورسره په روغتیايي برخو کې ژمنې کړي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
د ده په وينا، په دې روغتيايي مرکز کې په نشيي توکو ۳۰ روږدي کسان چې له ښاره راټول شوي دي، د درملنې په موخه بستر دي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې عزیزه وایي، د طالبانو یادې پریکړې له امله هغه خلک او مېرمنې له ستونزو سره مخ دي چې یا یې خاوندان مسافر او یا کونډې وي.
اطلاعات روز: د روغتيا د نړیوال سازمان عمومي منشي تدروس ادهانوم قبریسوس وايي چې دا سازمان ۱۸۵ ميليون ډالرو ته...
د پکتیا یو اوسېدونکی نور جمال بیا وايي، چې د ساري ناروغیو لپاره دې د کرونا روغتون پر ځای یو بل ځای جوړ شوی وای، د هغه په خبره چې پکتیا کې کرونا ته ورته ډېر کسان اوس په ناروغیو اخته شوي او په ځانګړي شوي ځای کې درملنې ته اړتیا لري.
ډاکټر احسان الله وویل، که څه هم د دغه ډول عمليات ترسره کول ستونزمن کار دی خو په خبره يې چې د ډاکټرانو مسلکي ټیم وکولای شول دغه عملیات په بریالیتوب ترسره کړي.
بلخ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست همدا راز ويلي، چې د ښځو سطحي درملنه لکه پانسمان او پېچکاري به د ښځينه ډاکټرانو له خوا کېږي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، د روغتون دغه ودانۍ نن (چهارشنبه، ۱۶ د وږي) د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.