د دې ستونزو په وړاندې کولو سره بیا محمد رووف اطلاعات روز سره په خبرو کې له نړیوالو روغتیايي موسساتو غوښتنه وکړه، چې د پکتیا حوزوي روغتون او په ولسوالیو کې نورو روغتیايي مرکزونو ته درمل او نور امکانات ولېږدوي.
دوی د يادې پېښې په غبرګون کې عاجل عملياتونه، عمومي OPD خدمتونه او واکسېنېشن بند کړي او وايي، تر هغې چې د دوی خونديتوب تامين او حيثيت تضمين شوی نه وي، کار به و نه کړي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ډاکترانو ستونزې مني، خو وایي، د نورستان د روغتیاپالانو معاشونه یې د «اهیډ» په نامه موسسې ته سپارلي او هیله مند دي، چې ستونزه به یې ژر حل شي.
دا ولسوالي چې له ګاونډي پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، نو ځايي خلکو به یې هماغه هیواد ته تګ راتګ کاوه، خو له څه مودې راهیسې ورباندې دا لاره د پاکستاني حکومت له لوري تړل شوې ده، تروې ولسوالي اوسېدونکی محیب الله وايي، چې دوی خپل ناروغان په ډېرې اسانۍ سره پاکستان ته انتقالول، خو اوس چې دا لاره بنده شوې، نو مرکز ښرنې ته د خرابې لارې له امله زیاتره ناروغان د همدې لارې په اوږدو کې ژوند بایلي.
د دې روغتیاپالانو په وینا، شکایتونه یې او د دفاع وزارت چارواکو او اړونده بنسټونو ته یې ورتګ کومه پایله نه ده ورکړې او هر وره ته چې ورغلي، غږ یې نه دی اورېدل شوی. خو دفاع وزارت وایي، د امتیازي معاشونو نه ورکړې ستونزه یې افغانستان کې د امنیتي لېږد ګډې قوماندانۍ یا «سیسټیکا» سره شریکه کړې او دا وزارت هیله من دی چې سیسټیکا به د دې روغتیاپالانو معاش ورکړه کې هوکړه وکړي.