د زابل لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، دغه کلينيک د يو ان ايچ سي ار موسېسې په مالي ملاتړ او د WOW موسېسې په تخنيکي همکارۍ د نږدې يو لک او ۶۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شو.
د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې دا مهال ۵۶ روغتيايي مرکزونه موجود دي چې د ګڼو ودانۍ په تيرو جګړو کې له منځه تللي دي.