د یو خصوصي معاینه خونې ډاکټر میرویس بیا د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدل د خلکو بېغوري په ګوته کوي او وايي، په اطرافي سیمو کې د ولادت پر وخت ښځو ته خپلسري درمل هم ورکول کیږي.
ارزګانۍ میرمنې وایي، له نارينه ډاکټر سره د خپلې ناروغيو په شريکولو سره د شرم احساس کوي او نه پوهيږي چې په څه ډول نارينه ډاګټر پوه کړي چې دغه ډول ناروغۍ لري.
په ټول ولايت کې ۵۶ روغتيايي مرکزونه شتون لري، چې د ودانیو جوړولو لپاره یې عامو خلکو په هره سیمه کې خپله دوه جریبه ځمکه د روغتیایي مرکز لپاره وقف کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه مرکز او ساتنځای کې ټول هغه ناروغان چې په رواني ناروغیو اخته وي ، ساتل کېږي او د متخصصو ډاکټرانو له خوا به يې درملنه کېږي.
د هلمند لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وايي، دغه روغتیایي مرکز د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير محمد افتاب وایي، د سره رود ولسوالۍ اړوند د «سياسنګ روغتيايي مرکز» د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به ناروغانو ته خدمتونه لا ډېر او اسانتياوې به ورته برابرې شي.