د بشرپالو قوانينو پر اساس د اعدامونو، د جبري ورکو شويو، شکنجې او تښتول شويو ماشومانو کورنۍ بايد وپوهېږي چې پر هغوی څه تېر شوي دي.
اميري د تېرې شپې په غونډه کې د خپلو خبرو په دوام وويل، هغه څه چې په افغانستان کې کېږي، په هېڅ مسلمان اکثريت هېواد او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د منلو وړ نه دي او په نړيواله کچه هم څو ځلې رد شوي دي.
اميري يادونه کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې خپل هيواد ته د ډاکټرې، انجينرې، عالمې او نورو حرفو د ماهرې په توګه د خدمت کولو له حق څخه محرومې شوې دي.
اميري ليکلي: «نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو او نجونو لپاره په ټولو کچو د رسمي زده کړو او درسي برنامو د حق څخه د ملاتړ په برخه کې یوځای پاتې شي.»
امیري نن (شنبه، ۱۸ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې طالبان دې ژوليا پارسي، منيژه صديقي، ندا پرواني، پريسا آزاده او د بشري حقونو ټول مدافعين چې «يوازې د افغانستان د خلکو د حقونو د دفاع په خاطر نيول شوي» ازاد کړي.
امیري وویل: «د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو بې رحمانه او تبعيضي احکام افغانستان بې وزله او په مرستو پورې تړلى ساتي او افغان کورنۍ کډوالۍ ته اړوي.»
اميري ليکلي، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د ښځو د غیرعادلانه وضعیت د ارزونې په برخه کې د دغه هېواد په اړوندو بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ونډې اهمیت په پام کې ونیسي.
امیري نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه په يوه پیغام کې ليکلي، چې د فرمان تر عنوان لاندې چې کوم اقدامات ترسره کېږي ، سپکوونکي دي او پر ښځو، نجونو او کورنيو ويجاړوونکې اغېزې لري.
اميري ليکلي: «په غير دولتي [بنسټونو] او ملګرو ملتونو کې د افغان ښځينه کارمندانو پر [کار] د طالبانو له لوري بنديز د حياتي بشرپالو مرستو د وړاندې کولو په بهير کې جدي ګواښ دی.»
د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس همداراز د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا د ځانګړې استازې رينا اميري څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان وګړو له طالبانو سره د امريکا د زيات تعامل غوښتنه نه ده کړې.