په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان د دیني ارزښتونو او خلکو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د راپور ورکولو او د څېړنو د ترسره کېدو په اړه وضاحت ورکړ.
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.
یوناما ویلي، چې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د ښځو او نجونو د حقونو تامین د دوامدارې سولې لپاره اړین دي.
په جينيوا کې د افغانستان استازولۍ وايي، چې د بېنټ د راپور تر وړاندې کولو وروسته به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه تعاملي خبرې – اترې هم وشي.
بېنټ په يوه ټويټ کې ليکلي، چې طالبانو تېره ورځ (يکشنبه، ۶ د وري) د ښځو سولييز لاريون چې د خپل تحصيل د حق غوښتنه يې کوله، په زور ځپلی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په یوه ټوېټ کې د پرونۍ حملې په غبرګون کې لیکلي چې هرڅوک حق لري چې په سوله کې ژوند او عبادت وکړي.
بېنټ وویل، افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو کې لوی شاتګ راغلی، داسې بدلون چې «ښايي په تاریخ کې یې کم ساری وي.»
په دې راپور کې راغلي، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سيسټماټیک نقض او تروړنې پېښې زياتې شوې دي د سولييزو غونډو د جوړولو حق، د بيان ازادي، د ژوند کولو حق تر پښو لاندې شوی.
بنټ ليکلي: «پر خبریالانو دا بريد په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ يو بل ګزار دی او د ملاتړ زياتوالی اړين دی.»
کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر مشرې رافیلا لودیس د ويسا نيول کېدل ټکان ورکوونکي بللي دي. هغې په يوه ټويټ کې ليکلي چې ويسا يو داسې څوک دی چې له خپل هيواد سره مينه لري.