د زابل ولایت د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دغه کسان د سيوري ولسوالۍ د «ګرک» په سيمه کې په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي. نوموړی وايي، په دغې ناروغۍ ۲۵ ماشومان، ۲۰ ښځې او ۳۰ تنه نارينه اخته شوي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ
د دغه ولايت د دای چوپان ولسوالۍ په «دوزي» سیمه کې ۶۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له هغې جملې څخه دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د دغه ریپوټ له مخې زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي ویلي، چې د ناروغو ماشومانو د درملنې او د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه يې يو ګرځنده روغتيايي ټيم سيمې ته استولى دى.