زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عطاءالله راشد وایي، چې تېرکال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۷ زره او ۵۰۰ ټنه وو، خو سږکال یې حاصلات ۳۵ زره ټنو ته پورته شوي دي.
جوهر زیاتوي چې دې پېښې کې دوه تنه نارینه مړه او یو نارینه، یو ماشوم او دوې میرمني ژوبلې شوي.
دوی په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو عاملینو ته د سزا غوښتنه کوله او ویل یې چې نړیواله دې پر سویډن سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګوي.
حيدري وويل، هغه کسان چې تجارتي جايدادونه لري او برښنا شرکت ته خپل باقيات نه ورکوي هغوی به عدلي او قضايي ارګانونو ته وپيژندل شي.
د ښاغلي سیال په وینا، په دغې پېښه کې ۱۵ تنه نور هم چې له همدې ځایه د تېرېدو په حال کې ول ټپي شوي دي.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، خبر ورکوي چې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.
په هرات کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، تېره ورځ (شنبه، ۳ د لیندۍ) د دغه ولایت په ښار کې د یو سراچه ډوله موټر او د طالبانو د یوه رینجر ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه خلک له طالبانو غوښتنه کوي چې شته ستونزې ورته حل کړي او خاک افغان ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، د روغتون دغه ودانۍ نن (چهارشنبه، ۱۶ د وږي) د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
زابل کې د طالبانو د پوهنې ریيس مولوي محمد عثمان حريت وايي، دغه کتابونه به د ياد ولايت په مختلفو ولسواليو کې د ښوونځيو پر هغه زده کوونکو ووېشل شي چې کتابونو ته لاس رسی نه لري