د رسمي شمېرو پر بنسټ د ۹.۷ میلیون زده کوونکو ماشومانو له ډلې تراوسه ۴۲ سلنه یې انجونې جوړوې. تېرو دوو کلونو پرتله د انجونو زده کوونکو په سلنه کې ۴ سلنه زیاتوالی راغلی.
په افغانستان کې د قلم لار (pen path) ټولنې مشر مطیع الله ويسا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دا ډول ښوونځی او کتابتون يې ځکه رامنځته کړ ترڅو د ټول هېواد په لېرې پرتو ولسواليو کې نجونې او هلکان زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي.