نوموړی وايي، په تېر کې د ناوړه دودونو له امله کورنۍ ستونزې هم ډېرې وې، چې ځینې وخت به د خوښیو په مراسمو کې د راپورته کېدونکو مسایلو له امله تاوتریخوالی رامنځته کېده.
نوموړي زياته کړه: «مثلا صرف له زرمت څخه ۳۰۰۰ کورنۍ کډه شوې دي، ۳۰۰۰ هم نه چې په ټول زرمت کې ۳۰۰ کسان ورته ودريږي، قسم کوم چې دا ستونزې به حل شي چې دوی ترې تښتېدلي دي. دوی بايد ونه تښتي، بلکې هغوی اصلاح يا تېښتې ته مجبور کړي، چې دوی يې دې حالت ته رسولي دي.»
خلک وايي چې د بسترونو د کموالي سربېره د روغتيايي کارکوونکو او درملو کمبود يې هم د ناروغانو د درملنې برخه کې تشه رامنځته کړې ده.
زمونږ زرمت له تعلیمي او پرمختیايي اړخه په تېرو دوو لسیزو کې سخت وځپل شو. ښوونځي مو د جګړو په ډګر بدل شوي و.